تر څو د ویزو وېش پروس په ښه شان مخته لاړه شي چې د ولایتي ادارې ځنې مهمې ګټورې طرحې یې هم رد کړي دي. دا ځل مدني بنسټونو او ولایتي ادارې بهترینه طرحه جوړه کړه، مګر په عملي کولو کې یې د ولس رول هم خوا مهم دی چې هغسې همکاري نه کوي او ډېری خلک چې اړتیا هم ونلري ؛نو د پاکستان ویزو
-
-
Näytä tämä ketjuKiitos. Käytämme tätä aikajanasi parantamiseen. KumoaKumoa
-
-
-
لپاره قطارونو ته رامنډې وهي. راځئ که ناروغان یئ په خپل ډاکټر او روغتون باور وکړو، نه مو ډاکټر ولاکه کمزوری وي نه هم روغتونونه خدماتو کې دومره کمزوري دي لکه مونږ یې چې وایو. څه فکر کوئ دا زرګونه کسان چې ساعتونه ساعتونه ولاړ دي دا ټول ناروغان دي؟ نه، نه دي او ډېر یې هغه کسان دي چې
Näytä tämä ketjuKiitos. Käytämme tätä aikajanasi parantamiseen. KumoaKumoa
-
-
-
د پاکستان په دالو شخوند وهي. بل اته میاشتې ننګرهار کې د پاکستان ویزو پروسه بنده وه ؛نو فکر وکړئ چې اوس به د ویزو غوښتونکو تعداد څومره لوړ شوی وي؟ یوازې ننګرهار نه بلکې د شرقي زون سربېره د سویل ختیځ زون ولایتونو د ویزو ورکړه هم ننګرهار کې ترسره کېږي چې دا د کار یو بل حجم دی. ځنې
Näytä tämä ketjuKiitos. Käytämme tätä aikajanasi parantamiseen. KumoaKumoa
-
-
-
خلک دې حالت کې خپلې عُقدې پالي، د دې پر ځای چې د سیستم اصلاح لپاره غږ پورته کړي برعکس پروسه نوره هم تخریبوي. د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل شخصاً ما خپله څو ځل وکوت چې د ویزو پروسې نظم، فساد مخنیوي او د ښه خدماتو په وړاندې کولو کې یې خورا جدي لارښوونې اړونده مسوولینو ته وکړې. دا
Näytä tämä ketjuKiitos. Käytämme tätä aikajanasi parantamiseen. KumoaKumoa
-
-
-
ستونزه له تېرو څلورو کالونو راهیسې پېل شوې، د ښو طرحو عملي کولو مخنیوي لپاره د ویزو کمېشنکاران، فاسدین او د پاکستان قونسلګرۍ فعالیت کوي چې دا پروسه جنجالي کړي او دوی پکې مردارې ګټې وکړي. راځئ چې نظم خپله راوړو، بې ضرورته پاکستان ته له تګ څخه ډډه وکړو او که دلته مو درملنه کېږي
Näytä tämä ketjuKiitos. Käytämme tätä aikajanasi parantamiseen. KumoaKumoa
-
-
-
؛نو په خپلو تکړه وطني ډاکټرانو باور وکړو. تر څو به د پاکستان ویزې لپاره ذلیله کېږي، په خدای قسم همدا پاکستانیان په لوی لاس دا پروسه تخریبوي او د امکان تر حده غواړي افغانان ځانته ذلیله وساتي. خدای تعالی دې نن هغه خویندې او میندې وبخښي چې د ګڼې ګوڼې له کبله شهیدانې شوې. کورنیو ته
Näytä tämä ketjuKiitos. Käytämme tätä aikajanasi parantamiseen. KumoaKumoa
-
-
-
یې صبر جمیل او خدای تعالی مو دې د پاکستان له احتیاجه خلاص کړي. آمین!!
Näytä tämä ketjuKiitos. Käytämme tätä aikajanasi parantamiseen. KumoaKumoa
-
Lataaminen näyttää kestävän hetken.
Twitter saattaa olla ruuhkautunut tai ongelma on muuten hetkellinen. Yritä uudelleen tai käy Twitterin tilasivulla saadaksesi lisätietoja.