سوله د هرې ټولنې لومړۍ اړتیا ده، له سولې پرته آرام ژوند، اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي، اجتماعي او سیاسي پرمختګ ناشونی دی. د افغانستان اسلامي امارت له پیله سولې ته ژمن و، او همیشه یې د خبرو اترو له لارې د ستونزې د حل غوښتنه کړې ده. مثالونه یې:
-
-
Show this thread
-
په قطر کې سیاسي دفتر پرانیستل د امریکا سره د دوحې تړون د بین الافغاني مذاکراتو پیلول -- د سولې په وړاندې خنډونه: تور لیست د پاتې بندیانو موضوع زهرجن تبلیغات -- راتلونکی نظام: اسلامي امارت په ګران هیواد کې یو افغان شموله اسلامي نظام غواړي.
Show this thread -
د راتلونکي نظام مهم مسئولیتونه: د ولس او خلکو خدمت د ملي شتمنیو او عام المنفعه تاسیساسو حفاظت داسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځو حقوق د ځوانانو د ظرفیتونو لوړول او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرول
Show this thread -
اسلامي امارت د ټولنې د اصلاح، اګاهۍاو لوړو ګټو د ساتنې لپاره یې ښه وسیله بولي. البته د بیان ازادي باید له اسلامي اصولو او ملي منافعو سره په ټکر کې نه وي.
Show this thread -
اسلامي امارت غواړي د کوکنارو د کښت، مخدره موادو د استعمال او قاچاق مخه ونیول شي او د نړۍ د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په مرسته او هماهنګۍ، د بدیل معیشت په برابرولو سره د کوکنارو کښت باید تدریجا صفر ته راټیټ شي.
Show this thread -
اسلامي امارت غواړي د هیواد علیا مصالحو ته په کتو سره د نړۍ له هیوادونو په ځانګړي توګه له ګاونډیو سره د متقابل تعامل په اساس مثبتې او تعمیري اړیکي ولري.اسلامي امارت د شرعي اصولو او ملي منافعو په رڼا کې بین المللي اصولو ته متعهد دی.
Show this thread -
مونږ نه غواړو چې هیواد مو د سیمې او نړۍ د هیوادونو د ناسالم رقابت او سیالیو ډګر وي. د افغانستان اسلامي امارت د نورو هیوادونو په چارو کې مداخله نه کوي او نه نورو ته اجازه ورکوي چې زمونږ په چارو کې مداخله وکړي.
Show this thread -
د افغانستان اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو په شمول د کوم بل هېواد د امنیت په خلاف استعمال کړي. افغانستان بهرنۍ پانګه اچونې ته اړتیا لري. مونږ غواړو افغانستان په سیمه کې د نورو هیوادونو سره پیاوړې سوداګریزې اړیکي ولري
Show this thread -
اسلامي امارت په نړیوالو بشري بنسټونو ږغ کوي چې له أفغان ولس سره مرستې وکړي، او په شفافه او عادلانه توګه ویشلو کې یې د إسلامي امارت په همږغۍ تر سره کړي. په اخیر کې یو ځل بیا ټینګار کوم چې د افغانستان اسلامي امارت د دوحې تړون پر اساس د بین الافغاني مذاکراتو ادامې ته ژمن دی
Show this thread -
او په دې نظر دی چې همدغه تړون د افغانستان د روانې ستونزې د حل لپاره یوه جامع تګلاره ده چې ټول اړخونه باید ورته التزام ولري.
Show this thread -
یادونه: د محترم ملا برادر اخوند تر وینا وروسته محترم الحاج شیرمحمد عباس ستانکزی صاحب او شیخ شهاب الدین دلاور صاحب د ګډونوالو پوښتنو ته مفصل جوابونه وویل.pic.twitter.com/xbJcicAt92
Show this thread
End of conversation
New conversation -
Loading seems to be taking a while.
Twitter may be over capacity or experiencing a momentary hiccup. Try again or visit Twitter Status for more information.