۲/ کميسيون د سيمې خلکو سره په تماس کې دی، چې د پېښې تر څېړنې وروسته به دقيق معلومات خپاره کړي. کميسيون د حکومت له خوا د پېښې د څېړلو هرکلی کوي، خو خلکو سره د څېړنو د پايلو شريکول غواړي، او هيله لري چې د تلې پر ۳۰مه نېټه په تخار کې د ملکي تلفاتو په څېر د څېړنو پايلې پټې پاتې نشي.
-
-
Show this thread
-
۳/ همدا راز د لغمان په عليشنګ ولسوالۍ کې د بوږنوونکو ملکي تلفاتو رپوټونه ورکړل شوي دي، چې کميسيون به يې په اړه معلومات له خپلو څېړنو ترسره کولو وروسته خپاره کړي. کميسيون د دواړو پېښو د قربانيانو له کورنيو سره ژوره همدردي څرګندوي او صبر او استقامت ورته غواړي.
Show this thread -
۴/ کميسيون دا پېښې په کلکه غندي او د نړيوالو بشرپالو حقونو ښکاره نقض يې بولي. کميسيون همدا راز د جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې د ملکي وکړو خونديتوب ته جدي پام وکړي او له اړوندو دولتي بنسټونو غواړي چې د پېښې عاملين په ګوته او له قانون سره سم چلند ورسره وکړي.
Show this thread
End of conversation
New conversation -
Loading seems to be taking a while.
Twitter may be over capacity or experiencing a momentary hiccup. Try again or visit Twitter Status for more information.